د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت خلم ولسوالۍ له مرکز څخه د یوه رسمي مکتوب له لارې د سمنګان په اداري تشکیلاتو کې شامله شوې ده.
د خلم ولسوالي رسماً له بلخ څخه جلا او د سمنګان له ادارې سره یوځای شوه
19 اسد 1401 ساعت 10:29
د بلخ سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت خلم ولسوالۍ له مرکز څخه د یوه رسمي مکتوب له لارې د سمنګان په اداري تشکیلاتو کې شامله شوې ده.
آوا - مزار شریف: محمد آصف وزیری؛ د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند آوا ته وويل: تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت د اکمالاتو وزير لومړى سمنګان او بيا بلخ ولايت ته سفر وکړ او د خپل سفر په ترڅ کې يې وويل چې د خلم ولسوالۍ په رسمي ډول د سمنګانو په اداري ارګانونو کې شامله شوې ده.
د هغه په وينا، د کورنيو چارو وزارت مرستيال د خپل سفر پر مهال د بلخ د امنيه قوماندانۍ د تجهيزاتو او اکمالاتو ستونزې هم وڅېړلې.
په ورته وخت کې د اسلامي امارت د حکومت له پیل سره سم سمنګان ته د خلم ولسوالۍ د یوځای کېدو خبر د بلخ د سیمه ییزو چارواکو له خوا خپور شو. خو تر اوسه په دې اړه کوم رسمي اقدام نه دی شوی.
د خُلم ولسوالي په تیرو وختونو کې د محمد داوود خان د واکمنۍ تر پایه پورې د سمنګان په ولایت کې وه. خو له هغه وروسته له بلخ سره یو ځای شو.
له دې وروسته به بلخ ولایت ۱۳ اداري واحدونه او سمنګان ولایت به ۷ اداري واحدونه ولري.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت د حکومت له پیله وروسته د فاریاب ولایت د ولسوالیو د زیاتوالي په ګډون د ولایتونو په اداري واحدونو کې ګڼ بدلونونه راغلي دي.
د مطلب کود: 256916