د پنجشېر ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د ٧٠ کيلومتره اوږد عامه سړک د ترميمولو کار پيل شوى دى.
په پنجشیر کې ۷۰ کیلومتره سړک بیارغول کیږي
11 اسد 1401 ساعت 10:11
د پنجشېر ولايت د فوايد عامې رياست چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د ٧٠ کيلومتره اوږد عامه سړک د ترميمولو کار پيل شوى دى.
آوا - کابل: د دغه سړک ځینې برخې په دې وروستیو کې د سیلابونو له امله ویجاړې شوې دي.
بايد يادونه وشي، چې نه يوازې د پنجشېر لاره؛ بلکي د افغانستان اکثره عامه سړکونه د جګړو، په ساختماني چارو کې د ټیټ کیفیت لرونکو موادو د کارونې او د درنو باروړونکو موټرو د تېرېدو له امله په بشپړه توګه ویجاړ شوي او یا تر یوه حده زیانمن شوي دي.
د مطلب کود: 256498