د زابل ولايت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
په زابل کې ديوې ترافيکي پيښې له امله څلور تنه ووژل شول
9 اسد 1401 ساعت 12:28
د زابل ولايت په مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لويه لاره د يوې ترافيکي پېښې له امله د يوې ښځې په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
آوا: د باختر خبری آژانس خبر راکړ چې د زابل ولايت د نورک په سيمه کې نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې د يوې ښځې په ګډون څلور تنه ووژل شول.
د دغه رپوټ له مخې دغه پېښه د يوه سراچه ډوله موټر له يوه ټېلر سره د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
تر اوسه د دې پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویل شوي.
د يادونې وړ ده، چې د هېواد پر لویو لارو د ترافيکي پېښو پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ، د سړکونو تنګي او خرابوالي او د ترافيکي قوانينو نه مراعتول بلل کېږي، چې له امله يې وخت ناوخت مسافرو ته مرګ ژوبله اوړي. په دې وروستيو ورځو کې په باميان، بلخ او غزني ولايتونو کې د ترافيکي پېښو له امله تر ٢٠ زيات کسان مړه او ټپيان شوي دي.
د مطلب کود: 256385