کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د آقينه - اندخوى د اورګاډي پټلۍ د جوړولو چارې بشپړې شوې

8 اسد 1401 ساعت 10:04

د هېواد په شمال کې د آقينې بندر چارواکي وايي، چې د آقينه- اندخوى د اورګاډي پټلۍ د جوړولو چارې بشپړې شوې او د عملي کېدو لپاره چمتو دي.


آوا - مزارشریف: برکت الله رسولی؛ د آقیني د سرحد مشر نن شنبه د اسد ۸ مه آوا ته وویل: د آقېنه- اندخوی د اورګاډي کرښې د جوړېدو چارې له یوې میاشتې راهیسې بشپړې شوې او ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
 
د هغه په ​​وينا، د آقينه- اندخوى رېل پټلۍ د کار د نه پيلېدو لامل د اندخوى ولسوالۍ د سب سټېشن نه بشپړېدل دي، چې اوسمهال پرې کار روان دى او تر راتلونکې يوې مياشتې به بشپړ شي.
 
رسولي زياته کړه، چې د آقينه- اندخوى اورګاډي کرښه ٣٠ کيلومتره اوږده ده او د جوړولو چارې يې په ٢٠١٩ زېږديز کال کې پيل شوې. خو تیر کال په هیواد کې د تحولاتو له امله ودرول شو.
 
هغه ټینګار وکړ، چې د آقینه – اندخوی د اورګاډي پټلۍ په کار پیل سره به د آقینې بندر عواید د پام وړ زیات شي.
 
د اندخوى د اورګاډي د رئيس په وينا، د دې پټلۍ په جوړولو څه دپاسه ٣٠ ميليونه ډالره لګول شوي دي.
 
په همدې حال کې په شمال کې د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د دې پټلۍ په کار پیلېدو سره به د آقینې له بندره د بار وړلو او بارولو بهیر له ۹۵۰ ټنو څخه ۱۵۰۰ ټنو ته لوړ شي.
 
آقينه د هېواد په شمال کې له مهمو پولو څخه ده، چې له اندخوى ولسوالۍ څخه په ١٥ کيلومترۍ کې د ترکمنستان پولې ته څېرمه پرته ده او ډېرى نفتي توکي له همدې لارې له ترکمنستان څخه واردېږي.
 


د مطلب کود: 256327

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256327/د-آقينه-اندخوى-اورګاډي-پټلۍ-جوړولو-چارې-بشپړې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com