د اسلامي امارت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې اوس مهال د دغه ریاست له خوا په مرکز او ولایتونو کې هره ورځ ۴ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو ویشل کیږي.
په هیواد کې هره ورځ د ۴ زره پاسپورټونو ویش
5 اسد 1401 ساعت 9:02
د اسلامي امارت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې اوس مهال د دغه ریاست له خوا په مرکز او ولایتونو کې هره ورځ ۴ زره پاسپورټونه پر غوښتونکو ویشل کیږي.
آوا: د پاسپورتونو عمومي ریاست وايي، چې دا مهال دغه ریاست په مرکز او ولایتونو کې پر غوښتونکو ۴ زره پاسپورټونه وېشي. دغه ریاست زیاتوي چې په کافي اندازه پاسپورټونه شته او په دې برخه کې د اندېښنې وړ خبره نشته.
د دې ادارې مسوولین وايي، هر غوښتونکي ته د پاسپورټونو د وېش بهیر په مرکز او ولایتونو کې په وار وار په لاره اچول شوی او په دې برخه کې هېڅ ډول خنډ نشته.
د یادولو وړ ده چې د اسلامي امارت له تاسیس وروسته د پاسپورت دفتر د څه مودې لپاره د تخنیکي ستونزو له امله تړل شوی و، خو په وروستیو میاشتو کې د پاسپورټونو د ورکړې بهیر له لنډ مهاله ځنډ سره هم دوام لري.
په تېرو څو مياشتو کې د پاسپورټ د وېش په بهير کې يوه له جدي ستونزو څخه د کتابچه ګانو کمښت و، خو د روان کال په درېيمه نېټه دغه رياست په ليتوانيا کې د درې ميليونو افغاني پاسپورټونو د چاپ اعلان وکړ، چې له مخې به يې د هېواد پاسپورت تر پوښښ لاندې راشي. یو څه وخت ته اړتیا لري.
د مطلب کود: 256213