د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشر مارکس پوتزل بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، مدني ټولنو، ښځو او د دغه ولایت د خلکو د مشورتي کمېسیون له استازو سره وکتل.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر مشر بامیانو ته سفر وکړ
3 اسد 1401 ساعت 13:29
د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د دفتر مشر مارکس پوتزل بامیان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له سیمه ییزو چارواکو، مدني ټولنو، ښځو او د دغه ولایت د خلکو د مشورتي کمېسیون له استازو سره وکتل.
آوا: یوناما وايي چې په دغو ناستو کې د هر اړخیز ګډون او تصمیم نیونې د اهمیت په ګډون پر مهمو مسایلو خبرې وشوې.
د یوه ټول شموله حکومت جوړول او په افغانستان کې د مېشتو ټولو توکمونو ګډون او د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په تېره بیا په سیاست او ټولنه کې د ښځو ونډه هغه مسایل دي چې د نړیوالې ټولنې او د افغانستان د خلکو له خوا پرې توافق شوي، خو د اسلامي دولت امارت اوسنی حکومت ټول شموله ګڼي او له اوسني نظام څخه د خلکو پر ملاتړ ټینګار کوي.
د مطلب کود: 256122