د ترکیې د ادرین ولایت د مهاجرت ریاست د معلوماتو له مخې ۲۱۵ تنه افغان کډوال د ترکیې له ادرین ښار څخه استانبول ته انتقال شوي دي. ترکیې د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۳۰ زره افغان کډوال نیولي او په زوره یې هېواد ته استولي دي.
له ترکیې څخه د افغان مهاجرینو د اجباري اخراج بهیر دوام
3 اسد 1401 ساعت 10:55
د ترکیې د ادرین ولایت د مهاجرت ریاست د معلوماتو له مخې ۲۱۵ تنه افغان کډوال د ترکیې له ادرین ښار څخه استانبول ته انتقال شوي دي. ترکیې د روان کال له پیله تر اوسه شاوخوا ۳۰ زره افغان کډوال نیولي او په زوره یې هېواد ته استولي دي.
آوا: د ترکیې د ادرین ولایت د مهاجرینو د چارو د ادارې د خبر له مخې زمونږ د هیواد ۲۱۵ تنه پناه غوښتونکي له ادرین ښار څخه استانبول ته د دغه هیواد څخه د ویستلو په موخه لیږدول شوي دي.
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، دغه کسان چې په ناقانونه توګه ترکیې ته داخل شوي، په څو الوتنو کې به افغانستان ته ولېږدول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال له پیله تر اوسه په ترکیه کې شاوخوا ۳۰ زره افغان کډوال نیول شوي او په زوره ایستل شوي دي.
په وروستیو میاشتو کې ترکیې د کډوالو د منلو شرایط ډېر سخت کړي او راپورونه ښيي چې د دغه هېواد امنیتي ځواکونه مستقیماً پر هغو افغان کډوالو ډزې کوي چې په «غیر قانوني» توګه دغه هېواد ته داخلېږي.
خبري سرچینو ویلي چې دوه اونۍ وړاندې (۱۴ سرطان) د ترکیې امنیتي ځواکونو زموږ په هیواد کې د کډوالو پر یوه موټر د ډزو په پایله کې د یوه ماشوم او یوې ښځې په ګډون ۳ تنه کډوال ووژل.
دغه پیښه چې په وان ولایت کې رامنځته شوه له ۷ تر ۱۲ تنو پورې ټپیان شول.
د مطلب کود: 256110