کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ولایت په نیش ولسوالۍ کې پر اړمنو کورنیو څه باندې لس میلیونه افغانۍ وویشل شوې

2 اسد 1401 ساعت 14:59

په کندهار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په نېش ولسوالۍ کې یوې ادارې په اړو کورنیو څه د پاسه لس میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وېشلې ده.


آوا: کندهار کې د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس محمد قاسم تسنيم وايي، دغه مرستې د DRC موسسې له لوري پر ۳۲۷ اړمنو کورنيو باندې توزيع شوې دي.
 
د تسنیم  په وينا چې د دې مرستو سروې د کندهار د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رياست او DRC موسسې له لوري ترسره شوې او تېره ورځ ورته یادې مرستې وویشل شوې.
 
هغه زیاتوي، د نغدې مرستو ترڅنګ يې پر ۱۵۵ کورنيو د سرپناه کڅوړې او له ۱۶۱ کورنيو سره ۴۰ بستې د سوی تغذې بسکویټ مرسته ترسره کړې.
 
د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم کندهار کې پر اړمنو او بې وزلو کورنيو د ميليونونه ډالرو مرستې وېشل شوي خو عام وګړي بيا د مرستو پر شفافيت ټينګار کوي او د طالبانو له مشرانو غواړي ترڅو دغه پروسه ورته د فساد مخنيوی وکړي.


د مطلب کود: 256084

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256084/د-کندهار-ولایت-په-نیش-ولسوالۍ-کې-پر-اړمنو-کورنیو-څه-باندې-لس-میلیونه-افغانۍ-وویشل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com