کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تخار د مستوفیت د درېو میاشتو عواید له ۸۲ میلیونو افغانیو څخه زیات شوي دي

2 اسد 1401 ساعت 10:53

د تخار ولایت د مستوفیت ادارې مسؤلین وايي، په تېرو درېیو میاشتو کې یې ۸۲ میلیونه او ۳۳۸ زره افغانۍ عواید راټول کړي دي. د دوی په خبره، سږ کال خلکو له کوم جبر پرته ژر تر ژره خپل مالیه ورکړې ده.


آوا - مزارشریف: د تخار ولایت والي محمد نور حقجو آوا ته وویل: د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تخار ولایت د عوایدو کچه ۵۸ سلنه زیاتوالی ښوي.
 
د هغه په ​​وينا، ډېرى دغه عوايد د دغه ولايت د پاسپورټ، کانونو، ترانسپورت، کرنې او ښاري پراختيا رياستونو څخه راټول شوي دي.
 
حقجو دا هم وويل چې سږ کال خلکو له هر ډول جبر پرته خپل ماليات مستوفيت ته ورکړي دي.
 
په همدې حال کې سږ کال په ولایتونو کې د بېلابېلو څانګو داخلي عواید زیات شوي چې د کارپوهانو په وینا د ټولنې د ټولو طبقو له خوا د مالیاتو د ورکړې له امله دي. په داسې حال کې چې د جمهوریت پر مهال یو شمېر زورواکي دولت ته مالیه ورکولو ته زړه نه ښه کاوه، خو اوس ټول په ټاکلي وخت مالیه ورکوي.
 


د مطلب کود: 256063

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256063/د-تخار-مستوفیت-درېو-میاشتو-عواید-له-۸۲-میلیونو-افغانیو-څخه-زیات-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com