کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قرغزستان په افغانستان کې د ثبات په رامنځته کولو ټینګار وکړ

1 اسد 1401 ساعت 11:15

د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د غونډې په رانږدي کېدو سره د قرغزستان ولسمشر د افغانستان وضعیت د اټکل وړ ونه باله او په هېواد کې یې د ثبات د ټینګښت لپاره د منځنۍ اسیا د هېوادونو د همغږي اقدام غوښتنه وکړه.


آوا: د قرغزستان ولسمشر صادق جباروف پرون وویل چې د افغانستان وضعیت لا هم د اټکل وړ نه دی او باید د ثبات لپاره یې هڅې ګړندۍ شی.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان د هېوادونو غونډه چې قرغزستان هم غړیتوب لري د افغانستان په اړه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي.
 
ویل کیږي چې په دې غونډه کې اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شوې او پر نورو مسایلو به د افغانستان په اړه خبرې وشي.
 


د مطلب کود: 256026

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/256026/قرغزستان-په-افغانستان-کې-د-ثبات-رامنځته-کولو-ټینګار-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com