کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

احمدالله وثیق: د دولتي رسنیو د رسمي پاڼو بندول د بیان د ازادۍ خلاف کار دی

30 سرطان 1401 ساعت 9:53

تېره شپه چهارشنبه د (سرطان ۲۹مه) د فیسبوک ادارې د ملي راډیو او ټلویزیون رسمي فیسبوک پاڼه او همدارنګه د باختر خبري آژانس بنده کړه. چارواکو له دې کړنې وروسته دغه کار د رسنیو د ټولو اصولو او د بیان د ازادۍ خلاف کار بللی دی.


آوا - کابل: د باختر آژانس مسئولینو په یوه ټویټ کې لیکلي چې دغه خبري آژانس د ۸۲ کلن تاریخ په لرلو سره د فیسبوک ادارې ټول اصول او مقررات په پام کې نیولي او یوازې موخه د دقیق، وخت او هراړخیز معلوماتو چمتو کول دي.
 
د فیسبوک ادارې له لوري د یو شمېر دولتي رسنیو د رسمي پاڼې له تړل کېدو وروسته د افغانستان د ملي راډیو او ټلویزیون مشر احمدالله وثیق هم په دې اړه غبرګون وښود او د فیسبوک ادارې دا اقدام یې د رسنیو د ټولو اصولو خلاف عمل وباله.
 
د وثيق په وينا، ملي راډيو او ټلويزيون يو ملي بنسټ دى، د ملت غږ او د خلکو رسنۍ دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه د دغو دولتي رسنیو د رسمي فیسبوک پاڼو د بندیدو اصلي لامل معلوم نه دی.
 


د مطلب کود: 255959

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255959/احمدالله-وثیق-د-دولتي-رسنیو-رسمي-پاڼو-بندول-بیان-ازادۍ-خلاف-کار-دی

آوا
  https://www.avapress.com