کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کانونو د استخراج لپاره د چینايي شرکت چمتووالی اعلان کړ

29 سرطان 1401 ساعت 8:39

د اسلامي امارت د ادارې عمومي ریاست په یوه ټویټ کې لیکلي چې د « وان یس تایناز» په نوم یوه چینايي کمپنۍ د افغانستان د کانونو استخراج ته چمتووالی ښودلی دی.


آوا - کابل: نورالحق انور؛ د دغې ادارې د همغږۍ مرستيال د وان یس تایناز شرکت له مسئولينو سره په کتنه کې په دغه قرارداد کې د ليکلي شرطونو غوښتنه وکړه.
 
انور؛ که څه هم د شرايطو د څرنګوالي په اړه څه ونه ويل، خو ټينګار يې وکړ، چې ياد شوي شرطونه به له اړوندو وزارتونو سره له شريکولو وروسته د قرارداد په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.
 
په دغو ټويټونو کې ويل شوي چې ياده شوې کمپنۍ ماهر، تخنيکي او مسلکي کسان لري.
 
د تېر حکومت پر مهال د لوګر د مس عینک کان یوه چینايي کمپنۍ قرارداد کړی و، خو د جګړې د ناامنیو او د لرغونو اثارو د موندلو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله د دغه کان کار ودرېد.
 
د يادونې وړ ده، چې له امريکا وروسته چين د نړۍ دويم اقتصادي هېواد دى، چې تل يې د نړۍ په کچه د خپلو پانګونو د پراختيا هڅه کړې او په افغانستان کې له سياسي پرمختګونو وروسته يې اقتصادي کچه هم لوړه شوې ده.
 


د مطلب کود: 255893

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255893/د-افغانستان-کانونو-استخراج-لپاره-چینايي-شرکت-چمتووالی-اعلان-کړ

آوا
  https://www.avapress.com