کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر به سبا افغانستان ته ولاړ شي

25 سرطان 1401 ساعت 15:18

د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد د سوداګرۍ وزیر به سبا (یکشنبه د سرطان ۲۶) له افغانستان څخه د ډبرو سکرو پر واردولو د خبرو لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راشي.


آوا - کابل: په هیواد کې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته پاکستان ته د افغانستان د ډبرو سکرو صادرات زیات شوي او له دغه کانال څخه د دولت عواید هم لوړ شوي دي.
 
پاکستاني چارواکو هم په وار وار اعلان کړی، چې هره ورځ له افغانستان څخه پاکستان ته سلګونه ټنه سکاره واردوي.
 
په همدې حال کې ویل کېږي چې د افغانستان له خوا پاکستان ته صادر شوي سکاره بیا د دغه هېواد په نوم چین ته صادرېږي.
 
تر دې وړاندې پاکستان هم د افغانستان د غالیو له صنعت څخه ناوړه ګټه پورته کړې وه او د دغه هېواد ارزښتناک صنعت یې په خپل نوم اروپايي هېوادونو ته صادر کړی و.
 


د مطلب کود: 255744

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255744/د-پاکستان-سوداګرۍ-وزیر-سبا-افغانستان-ته-ولاړ-شي

آوا
  https://www.avapress.com