د نورستان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د نورستان-کونړ عمومي سړک چې د سېلابونو له امله تړل شوی و، خنډونه لرې او دغه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د نورستان-کونړ لویه لار پرانیستل شوه
25 سرطان 1401 ساعت 13:37
د نورستان ولایت سیمه ییزو سرچینو ویلي، د نورستان-کونړ عمومي سړک چې د سېلابونو له امله تړل شوی و، خنډونه لرې او دغه لاره د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
آوا: د نورستان ولایت سیمه ییزو سرچینو د سرطان په ۲۵مه وویل، چې دغه لار د دغه ولایت په وامۍ ولسوالۍ کې د باران او سیلابونو له امله تړل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، چې د نورستان-کونړ لارې بندېدل د دې لامل شوي، چې د دغو دوو ولایتونو د خلکو تګ راتګ له ستونزو سره مخ شي.
شاوخوا لس ورځې وړاندې په نورستان کې د سېلابونو راوتلو له امله د عامو لارو د بندېدو تر څنګ د دغه ولایت اوسېدونکو ته ځاني او مالي زیانونه هم واوښتي.
د مطلب کود: 255732