کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یو شمیر سیک اتباع هند ته انتقال شول

25 سرطان 1401 ساعت 9:47

د هندي چارواکو په وینا، په کابل کې د هندوانو په معبد کې له چاودنې وروسته ۲۱ سیکانو ته بېړنۍ ویزې ورکړل شوې او د کام ایر هوايي شرکت په واسطه هند ته ولېږدول شول.


آوا: هندي چارواکو په یوه ځانګړې الوتکه کې له افغانستان څخه د ۲۱ سیکانو د انتقالیدو اعلان وکړ.
 
هندي چارواکو اعلان وکړ چې هغه سیکان چې په کابل کې د هندوانو په یوه معبد کې له چاودنې وروسته یې بیړنۍ ویزې ترلاسه کړې د کام ایر هوايي شرکت په واسطه هند ته وړل شوي دي.
 
د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، تر دې مخکې ۱۱ سکهان په یوه ځانګړې الوتکه کې له هېواده وتلي وو.
 
دا تر هغه وروسته کيږي چي څو تنو بریدګرو د شنبې په ورځ د جوزا ۲۵ مه په کابل کې د سیکانو پر معبد برید وکړ. برید په پرله پسې چاودنو سره پیل شو او د اسلامي امارت د عسکرو په رارسیدو سره یې څو ساعته دوام وکړ.
 
له دې برید وروسته امنیتي ځواکونو اعلان وکړ چې په دې پېښه کې یو سیک تبعه او یو سرتېری وژل شوي دي او ۷ تنه نور ټپیان شوي.
 
داعش ترهګرې ډلې په کابل کې د سیکانو پر معبد باندې د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
 
تر دغه برید وروسته د هند حکومت اعلان وکړ چې افغان سیکانو او هندوانو ته به د بشري مرستو ویزې ورکړي چې دغه هېواد ته کډوال شي.
 


د مطلب کود: 255704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255704/یو-شمیر-سیک-اتباع-هند-ته-انتقال-شول

آوا
  https://www.avapress.com