د جرمني حکومت اعلان کړی چې شاوخوا ۷۵ سلنه سیمه ییز افغان همکاران او کارکوونکي یې له افغانستان څخه ایستلي دي.
آلمان له افغانستان څخه خپل ۷۵ سلنه افغان همکاران ایستلي دي
23 سرطان 1401 ساعت 11:59
د جرمني حکومت اعلان کړی چې شاوخوا ۷۵ سلنه سیمه ییز افغان همکاران او کارکوونکي یې له افغانستان څخه ایستلي دي.
آوا: د تېر کال د اګست میاشتې له ۱۵مې وروسته کله چې اسلامي امارت په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، آلمان ژمنه وکړه چې ۲۳۳۰۰ افغانانو ته به پناه ورکړي.
جرمني پرون (چهارشنبه، د سرطان ۲۲) اعلان وکړ چې له دې ډلې ۱۷۲۰۰ (شاوخوا ۷۵٪) جرمني ته رسېدلي دي.
په همدې حال کې د جرمني پر حکومت تل له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ژر ایستلو له امله انتقادونه شوي دي. ځکه چې دې په زرګونو سیمه ایز کارګران پریښي چې معافیت ته اړتیا لري.
د مطلب کود: 255653