کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مالدیو ته د سریلانکا د ولسمشر تېښته

22 سرطان 1401 ساعت 12:09

خبری سرچینو خبر ورکړی چې د سریلانکا ولسمشر له استعفا څو ساعته مخکې مالدیو ته تللی دی.


آوا: په داسې حال کې چې مخکې اعلان شوی و چې د سریلانکا ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا به نن (چهارشنبه) خپله استعفا وړاندې کړي، خو سرچینو رویټرز ته ویلي چې نوموړی مالدیو ته تښتېدلی دی.
 
د کډوالۍ یوې ادارې رویټرز ته ویلي چې راجاپاکسا له خپلې مېرمنې او دوو ساتونکو سره د سریلانکا هوايي حریم پرېښود.
 
یوې حکومتي سرچینې او راجاپاکسا ته نږدې کس هم ویلي چې هغه اوس د مالدیو په پلازمینه مالی کې دی. دغې حکومتي سرچینې ویلي چې د سریلانکا ولسمشر په پام کې لري چې بل اسیايي هېواد ته ولاړ شي.
 
د هېواد د کډوالۍ ادارې یوه چارواکي هم اعلان وکړ چې چارواکي نه شي کولای له هېواده د وتلو لپاره د ولسمشر پر وړاندې ودرېږي.
 
د سریلانکا د ولسمشر د تېښتې له اعلان څو ساعته وروسته د دغه هېواد حکومت په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.
 
سریلانکا له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخ ده، چې په ۱۹۴۸ کال کې له خپلواکۍ وروسته په دغه هېواد کې تر ټولو بد بحران دی.
 
پرون د ګوتابایا راجاپاکسا د وتلو په اړه ګونګوسې وې، چې په لومړي سر کې یې رد کړې وې، خو اوس په مالدیو کې د هغه د شتون خبرونه خپاره شوي دي.
 
په سریلانکا کې له څو ورځو راهیسې مظاهرې روانې دي، تېره اوونۍ په زرګونو مظاهره چیانو د دغه هېواد په پلازمېنه کولمبو کې د سریلانکا د ولسمشرۍ ماڼۍ او بیا د لومړي وزیر دفتر ونیوه.
 
 


د مطلب کود: 255599

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255599/مالدیو-ته-د-سریلانکا-ولسمشر-تېښته

آوا
  https://www.avapress.com