د هندي چارواکو په وینا، دغه هېواد په پام کې لري چې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره ۱۰ زره مټریک ټنه غنم مرسته وکړي.
هند په افغانستان کې د زلزلې ځپلو کورنیو ته لس زره ټنه غنم ورکوي
19 سرطان 1401 ساعت 11:53
د هندي چارواکو په وینا، دغه هېواد په پام کې لري چې د خوړو نړیوال پروګرام له لارې د پکتیکا او خوست ولایتونو له زلزله ځپلو سره ۱۰ زره مټریک ټنه غنم مرسته وکړي.
آوا، د هند حکومت او د خوړو نړیوال پروګرام ترمنځ دغه هوکړه لیک پرون (شنبه، د سرطان ۱۸مه) شوي ده.
ټاکل شوې چې دغه مرستې د پکتیکا او خوست په زلزله ځپلو خلکو وویشل شي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو ویلي، چې د خوړو له نړیوال پروګرام سره د هوکړې له لاسلیک وروسته به د دغه هېواد له خوا د مرستو پنځم پړاو د افغانستان خلکو ته ورکړل شي.
دا مرستې په داسې حال کې د خوراک نړیوال پروګرام له لارې ورکول کېږي چې هندي رسنیو پر پاکستان تور پورې کړی چې له افغانستان سره د هند د غنمو مرستې غلا کوي.
د مطلب کود: 255485