کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نجونو ښوونځي به ډېر ژر پرانستل شي

18 سرطان 1401 ساعت 13:30

د اسلامي امارت د علماوو د سرتاسري شورا مشر په نږدې راتلونکي کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي د بیا پرانیستلو اعلان وکړ.


آوا، د افغانستان د علماوو شورا رئیس فقیرالله فایق په یوه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي بېرته پرانیستل شي.
 
هغه زیاته کړه چې په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو تر ټولو مهم لامل اقتصادي، امنیتي او د شرایطو نشتوالی دی.
 
د اسلامي امارت د علماوو شورا مشر زیاته کړه، چې د اسلامي امارت مشر د نجونو د تعلیم مخالف نه دی.
 
فايق وويل، چې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځيو د تړلو تر ټولو مهم لامل د هلکانو او نجونو د ټولګيو بېلول دي، چې په اړه يې کار روان دى.
 
د اسلامي امارت دغه چارواکي زیاته کړې، چې د اسلامي امارت ټول وزیران او مشران د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستلو باور لري او دا ستونزه به نن او سبا حل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو ښوونځي له لسو میاشتو راهیسې د نجونو او هلکانو د صنفونو د جلا کولو د ستونزو له امله تړل شوي دي.
 


د مطلب کود: 255466

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/255466/د-نجونو-ښوونځي-ډېر-ژر-پرانستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com