د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، هېواد په اوسنيو حالاتو کې یووالي او همپالنې ته اړتیا لري. دده په وینا؛ هر ډول نفاق او فتنې ته لمن وهل د ملي ګټو په خلاف کار دی.
افغانستان یووالي ته اړتیا لري
13 سرطان 1401 ساعت 9:57
د اقتصاد وزارت مرستیال وايي، هېواد په اوسنيو حالاتو کې یووالي او همپالنې ته اړتیا لري. دده په وینا؛ هر ډول نفاق او فتنې ته لمن وهل د ملي ګټو په خلاف کار دی.
آوا - کابل: د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري ټینګار کړی چې د پرمختګ او ملي یووالي د ټینګښت لپاره باید د ټول افغانان هڅه وکړئ.
د ده په خبره، افغانستان د ټولو ګډ کور دی. نو موږ ټول باید د هغې په پرمختګ، بیارغونه او آبادۍ کې خپل رول ولوبوو.
په ورته وخت کې ډېری پوهان د افغانستان بریا او پرمختګ او حتی د ملي او نړیوال سیاسي مشروعیت اساس داخلي همغږي، اتحاد او اتفاق ګڼي.
د مطلب کود: 255206