کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان افغان اتباعو ته د ویزې ورکولو پروسه اسانه کوي

8 سرطان 1401 ساعت 13:55

د پاکستان لومړي وزیر په یوه ټویټ کې د افغان اتباعو لپاره د ویزو د ورکولو په بهیر کې د بدلون په اړه د کابینې نوې پریکړه اعلان کړه.


آوا، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د چهارشنبې په ورځ (سرطان ۸) په ټویټر کې لیکلي چې د هغه کابینې د افغان اتباعو د ویزې په بهیر کې د بدلون طرحه تصویب کړې ده.
 
د هغه په ​​وينا، د دغو بدلونونو موخه د ويزو په ورکړه کې د اسانتياوو رامنځته کول دي، څو دواړه هېوادونه سره نږدې شي، له افغانانو سره مرسته وکړي او د منځنۍ اسيا له سيمې څخه د سوداګرۍ او پانګونې راجلب کړي.
 
هغه لیکلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې، چې د ویزې پر لازیاتې تګلارې کار وکړي.
 
د هغه په ​​وينا، د نوي تګلاري له مخې به افغان موټر چلوونکي په ٤٨ ساعتونو کې د يو کال لپاره ويزې ترلاسه کړي.
 
په ورته وخت کې افغان اتباع د پاکستان د ویزو په ترلاسه کولو کې له جدي ننګونو سره مخ دي.
 


د مطلب کود: 254995

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254995/پاکستان-افغان-اتباعو-ته-د-ویزې-ورکولو-پروسه-اسانه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com