کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر سره وکتل

5 سرطان 1401 ساعت 9:55

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره د لیدنې پر مهال له هغه څخه وغوښتل چې د افغان سوداګرو لپاره د ویزو د ورکړې بهیر قانون جوړ کړي.


آوا، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن سهار په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د چین له سفیر سره کتلي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د وروستیو زلزله ځپلو سره د مرستې، سیاسي مسایلو، د افغانستان او چین د سوداګرۍ، بشري مرستو او چین ته د افغان محصلینو د تحصیلي بورسونو د ورکړې په اړه خبرې وکړې.
 
د چين سفير دغه راز د وروستۍ زلزلې په مناسبت د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزير متقي ته د خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړل او په نږدې راتلونکي کې يې له زلزله ځپلو سره د خپل هېواد د بشري مرستو اعلان وکړ.
 
مولوي متقي له خپل چينايي سيال څخه د خواخوږۍ او بشري مرستو د پيغام له امله مننه وکړه او افغان سوداګرو ته يې د چين د ويزو ورکولو د چټکتيا غوښتنه وکړه.
 
 د چین سفیر دا هم وویل چې دوی چمتو دي چې افغان سوداګرو ته د ویزو ورکول پیل کړي.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو ژمنه وکړه چې سږ کال به چین ته د افغان جلغوزو صادرات زیات کړي.
 


د مطلب کود: 254790

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254790/د-بهرنیو-چارو-سرپرست-وزیر-مولوي-امیر-خان-متقي-په-کابل-کې-چین-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com