د فراه ولايت امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې يې له پخواني شوروي اتحاد سره د جګړې د وخت څخه پاته شوي ۵۰۰ كيلو ګرامه بم کشف او شنډ كړى دى.
په فراه کې نيم ټن بم کشف شو
4 سرطان 1401 ساعت 10:54
د فراه ولايت امنيتي چارواكي وايي، په دغه ولايت كې يې له پخواني شوروي اتحاد سره د جګړې د وخت څخه پاته شوي ۵۰۰ كيلو ګرامه بم کشف او شنډ كړى دى.
آوا، د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند عارف عادل وايي، دغه ۵۰۰ کیلو ګرامه بم د روسیې له اشغال راهیسې په افغانستان کې پاتې دی.
د هغه په وينا، دغه بم د فراه په مرکز کې موندل شوى او د کفر کلا غرنۍ سيمې ته لېږدول شوى دى.
هغه زياته کړه، چې د فراه د امنيه قوماندانۍ د انجنيرۍ ټيم دغه بم شنډ کړى دى.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د ماينونو د نه چاودلو په صورت کې بايد خلک همکاري وکړي او اړوندو مسؤلينو ته دې خبر ورکړي.
خو په افغانستان کې د روسانو له اشغال څخه پاتې شوي داسې بمونه ډېر کم لیدل شوي دي.
د مطلب کود: 254739