ځايي سرچينې د باميانو ولايت په يو شمېر سيمو کې د سختو واورو د ورېدو خبر ورکوي. بامیان یو سړه ولایت دی؛ مګر د دوبي په موسم کي د واوري اوریدل بې ساري دي.
بامیان کي د دوبي په موسم کي واوره اوریدلي
31 جوزا 1401 ساعت 14:31
ځايي سرچينې د باميانو ولايت په يو شمېر سيمو کې د سختو واورو د ورېدو خبر ورکوي. بامیان یو سړه ولایت دی؛ مګر د دوبي په موسم کي د واوري اوریدل بې ساري دي.
آوا - بامیان: نن (سه شنبه، د غبرګولي ۳۱) د بامیان ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یو شمېر خلکو داسې عکسونه لېږلي چې وايي، د دوبي د موسم له پیل سره سم د دوی په سیمو کې واوره ورېدلې.
د باميانو ښار د شاوخوا کليو او د دغه ولايت د قرغيو سيمې اوسېدونکي وايي، چې تېره شپه د دغو سيمو په ډېریو کليو کې واوره اورېدلې او هوا د پام وړ سړه شوې.
شیخ محمد حکیم؛ د قرغانې سیمې یو اوسېدونکی آوا ته وايي، چې د دې سیمې نږدې ټولې سیمې د واوري په سپین رنګ پوښل شوي دي، چې په تېرو شلو کلونو کې بې سارې پېښه ده.
د هغه په وينا، د کال په دې وخت کې د واورې اورښت او سړه هوا د خلکو څړځايونو او فصلونو ته ستونزې جوړوي.
د مطلب کود: 254581