داعش ترهګرې ډلې پرون (شنبه، د جوزا ۲۸) د کابل ولایت په کارته پروان کې د هندوانو پر یوه درمسال د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
داعش په کابل کې د هندوانو پر درمسال د برید مسولیت منلي
29 جوزا 1401 ساعت 9:39
داعش ترهګرې ډلې پرون (شنبه، د جوزا ۲۸) د کابل ولایت په کارته پروان کې د هندوانو پر یوه درمسال د خونړي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
آوا - کابل: د سیکانو پر یوه درمسال د برید په پایله کې د یوه سیک اتباع او د اسلامي امارت د یوه سرتیري په ګډون لږ تر لږه دوه تنه ووژل شول او اوه تنه نور ټپیان شول.
د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند رسنیو ته ویلي، بریدګر درمسال ته له ننوتو مخکې د لاسي بمونو په وسیله برید وکړ، بیا ننوتل او له امنیتي ځواکونو سره یې دوه ساعته نښته وکړه.
په همدې حال کې په ډیلي کې د سیکانو د ګوډوارو د کمیټې مشر د هند پر حکومت غږ کړی چې د افغان سکانو د ټولنې پاتې غړي هیواد ته انتقال کړي.
دغې کمېټې په کابل کې د سیکانو پر درمسال برید وغانده او د سیکانو د راتلونکي امنیت په اړه یې اندېښنه څرګنده کړه.
د مطلب کود: 254453