کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګري ملتونه د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره مناسب چاپیریال برابروي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 25 جوزا 1401 ساعت 9:20

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د داخلي بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو لپاره کار کوي.


آوا  - کابل: آغلې کایلي کلیمینز؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي سره؛ داسلامي امارت دبهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د کډوالو او داخلي بې ځایه شویو په اړه خبري وکړي.
 
ستانکزي د ملګرو ملتونو د کډوالو پر عالي کمېشنرۍ غږ وکړ چې د دې ډاډ تر لاسه کولو کې مرسته وکړي چې نړیوال هېوادونه د کډوالۍ نړیوال معیارونه پوره کړي او د کډوالۍ د اسنادو او سفرونو ستونزې هوارې کړي.
 
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ هم ډاډ ورکړ چې د بې ځایه شویو او راستنیدونکو لپاره د مناسب چاپېریال د رامنځته کولو او دغو موخو ته د رسېدو لپاره د خپلو فعالیتونو او کارکوونکو د زیاتولو لپاره کار کوي.
 
د يادونې وړ ده، چې افغانستان په تېرو څلوېښتو کلونو کې د جګړو له امله د ډېرو کډوالي شاهد و، خو په هېواد کې له وروستيو تحولاتو او د بېکارۍ او بېوزلۍ له ډېرېدو وروسته د کډوالۍ کچه هم لوړه شوې ده.
 


د مطلب کود: 254268

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254268/ملګري-ملتونه-د-بې-ځایه-شویو-او-راستنیدونکو-لپاره-مناسب-چاپیریال-برابروي

آوا
  https://www.avapress.com