د بادغیس ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت د علماوو شورا د دې ولایت د اوسېدونکو د لا زیاتو ستونزو د حل او له هغوی سره د اړیکو د ټینګښت په موخه په ولایتي شورا بدله کړې ده.
د بادغیس د علماوو شورا د ولایتي شورا مسوولیت په غاړه واخیست
24 جوزا 1401 ساعت 15:33
د بادغیس ولایت چارواکي وايي، د دې ولایت د علماوو شورا د دې ولایت د اوسېدونکو د لا زیاتو ستونزو د حل او له هغوی سره د اړیکو د ټینګښت په موخه په ولایتي شورا بدله کړې ده.
آوا، د بادغیس والي مولوي عبدالصمد جاهد وویل: دغه شورا د خلکو د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې او د خلکو او دولت ترمنځ د پول حیثیت لري.
د بادغیس والي زیاته کړه چې دغه شورا په ولایتي شورا بدله شوې او د اسلامي امارت د رهبرۍ په امر د علماوو شورا جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې د بادغيس د علماوو شورا شل غړي لري، چې يو يې رييس، مرستيال او نور غړي لري.
په همدې حال کې د بادغیس ولایت دیني عالمان وايي چې د دې ډول شورا شتون د خلکو د ستونزو په حل کې اغېزمن دی.
ديني عالم او په بادغيس کې د علماوو شورا غړى مولوي غلام محمد موحدي وايي: "په دې شورا کې د خلکو ستونزې او غږونه اورېدل کېږي."
په تيرو وختونو کې ولايتي شورا د خلکو د ستونزو د هواري او حل کولو مسووليت په غاړه درلود.
د مطلب کود: 254258