کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

وال سټریټ ژورنال د ځینو پخوانیو حکومتي چارواکو فساد بربنډ کړ

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 24 جوزا 1401 ساعت 14:01

وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې یو شمېر پخوانیو حکومتي چارواکو چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي په تېرو شلو کلونو کې په پراخه کچه فساد کړی او په بهر کې یې لوکس او قیمتي کورونه لري.


آوا - کابل: د دغه راپور له مخې حمدالله محب، عطا محمد نور، اکیل حکیمی، خالد پاینده او مصطفی مستور په امریکا او متحده عربی اماراتو کې د میلیونونو ډالرو په ارزښت کورونه اخیستی دی.
 
په راپور کې دا هم راغلي چې د مالیې پخواني وزیر اکلیل حکیمي په امریکا کې د لس میلیونه ډالرو په ارزښت ۱۰ کورونه اخیستي دي.
 
د پخواني حکومت د چارواکو فساد په داسې حال کې راپورته کېږي، چې په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالر بهرنۍ مرستې روانې وي، خو په هېواد کې د بنسټیزو پروژو د پام وړ کار نه دی شوی.
 


د مطلب کود: 254242

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254242/وال-سټریټ-ژورنال-د-ځینو-پخوانیو-حکومتي-چارواکو-فساد-بربنډ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com