کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کي د قومونو او قبایلو تر منځ يوه غونډه جوړه سوه

23 جوزا 1401 ساعت 15:09

په کندهار ولایت کې د علماوو، قومي مشرانو، ولایتي چارواکو او ځوانانو تر منځ د ښې همغږۍ، د اسلامي نظام د ملاتړ او د کندهار د قومونو ترمنځ د یووالي په موخه لویه غونډه جوړه شوه. په غونډه کې قومي مشرانو او مخورو د "اسلامي امارت" له نظام څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.


آوا - کندهار: مولوي سردار محمد حسن؛ په غونډه کي د جنوب لويديځي حوزې د قومونو او قبايلو رئيس وويل، چي د کندهار ټولو قومونه د اسلامي نظام په تاسيس کي ستري قربانۍ ورکړي دي او تل يې د دين او مجاهدينو سره د مينې او سرښندنې مرستي کړي دي.

د هغه په ​​وينا، د قومونو تر منځ ځانګړې ناستې ترسره کېږي او وخت په وخت د حکومت مشران د قومونو له مشرانو سره ليده کاته کوي او د هغوى اساسي غوښتنې يې اړوندو مسوولينو ته رسوي.
 
مولوي حسن په قومي مشرانو غږ وکړ چې د اسلامي نظام تر سيوري لاندې ځوانانو ته لارښوونه وکړي او د اسلامي نظام د ټينګښت اهميت ور زده کړي.
 
عبدالرشید منيب؛ د کندهار د استخباراتو رئيس وويل، چي د دغه ولايت ټول چارواکي د ولس هوساینې او د هغوی امنيت ته ژمن دي او هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چي له قانون څخه انحراف وکړي.
 
ښاغلي منيب زياته کړه، چې "عمومي بخښنه" اعلان شوې او هېڅوک حق نه لري، چې پخواني دولتي چارواکي وغندي او یا د هغوى لپاره ستونزې جوړې کړي.
 
حاجي عبدالمالک؛ يو بل قومي مشر وويل، چې له کلونو وروسته په هېواد کې ډاډمنه فضا رامنځته شوې او هر څوک په پوره ډاډ سره خپل ژوند ته دوام ورکوي او اوس خلک کولاى شي د هېواد هر ګوټ ته له کوم ګواښ پرته سفر وکړي.
 
هغه زياته کړه، چې په هېواد کې بېوزلي مخ په ډېرېدو ده او خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي. هغه پر حکومت غږ وکړ چې د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره دې ځانګړي پلانونه جوړ کړي.
 
د هغه په ​​وينا، چارواکي بايد د خلکو غوښتنې واوري او د هغو ستونزو د هواري لپاره هڅې وکړي، چې اوس مهال خلک ورسره مخ دي.
 


د مطلب کود: 254190

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254190/په-کندهار-کي-د-قومونو-او-قبایلو-تر-منځ-يوه-غونډه-جوړه-سوه

آوا
  https://www.avapress.com