کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د حج او اوقافو پخوانی وزیر افغانستان ته راستون شو

23 جوزا 1401 ساعت 14:47

هیواد ته د نامتو شخصیتونو له راستنیدو وروسته؛ په دې وروستیو کې د تیر حکومت د حج او اوقافو پخوانی وزیر صدیق چکري د اسلامي امارت د چارواکو له هرکلي سره هېواد ته راستون شو.


آوا - کابل: ویل کیږي چې دغه پخواني دولتي چارواکي د کابل په هوايي ډګر کې رسنیو ته وویل چې کله چې هېواد ته راغلم، دومره د خوښۍ احساس مې وکړ لکه دوی چې ماته ټوله نړۍ راکړې وي.
 
د کابل په هوايي ډګر کې د اسلامي امارت د مسؤلینو له لوري تود هرکلی وشو او له دې امله یې مننه وکړه.
 
د یادولو وړ ده چې د پخواني حکومت د پوهنې وزیر فاروق وردګ، د برشنا شرکت پخوانی مشر امان الله غالب، دولت وزیري د پخواني حکومت د دفاع وزارت ویاند او یو شمېر نور شخصیتونه هېواد ته راستانه شوي دي.
 
خو د ځینو کارپوهانو په اند اسلامي امارت د مخکښو شخصیتونو او اصلي مخالفینو بیرته ستنیدل لا هم په ابهام کې دي او څرګنده نه ده چې دوی به په کومو شرایطو بیرته هیواد ته راستانه شي.
 


د مطلب کود: 254188

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254188/د-حج-او-اوقافو-پخوانی-وزیر-افغانستان-ته-راستون-شو

آوا
  https://www.avapress.com