د کندهار د پوهنې ریاست سږ کال د ښوونکو لپاره ۱۴۰۰ بستونه اعلان کړي، چې ۱۸۵ یې د ښځو لپاره دي.
په کندهار کې د ښوونکو ۱۴۰۰ بستونه اعلان شول
23 جوزا 1401 ساعت 9:01
د کندهار د پوهنې ریاست سږ کال د ښوونکو لپاره ۱۴۰۰ بستونه اعلان کړي، چې ۱۸۵ یې د ښځو لپاره دي.
آوا - کندهار: رحمت الله ناریوال; د پوهنې ریاست د بشري منابعو رئیس له آوا سره په مرکه کې وویل: دغه نوې اعلان شوې بستې پخوا د کندهار ولایت لپاره پلان شوې وې، خو د هېواد د وضعیت د بدلون له امله وځنډېدې.
هغه زياته کړه: د کندهار ښار لپاره ١٤٠٠ بېلابېل درسي بستونه په پام کې نيول شوي، چې ١٨٥ يې د ښځو او پاتې نور يې د نارينه وو لپاره دي.
د ناريوال په وينا، ډېرى دغه تش بستونه د ښاري ښوونځيو او يو شمېر يې د ولسواليو لپاره دي او هغه کسان چې د لېسانس او يا نیمه عالٌی تحصیلاتو سند لري کولاى شي چې د دغو بستونو لپاره درخواست وکړي.
هغه دا هم وويل، چې د کندهار ښار او ولسواليو لپاره ١٤٠٠ پوستونه کافي نه دي او د پوهنې وزارت بايد د کندهار لپاره نور پوسټونه هم ځانګړې کړي.
د کندهار ولايت د ميانشين ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالغني سعادت چې غوښتل يې په ياده پروسه کې برخه واخلي، د کندهار د پوهنې له رياست څخه وغوښتل چې ميانشين ولسوالۍ ته دې ځانګړې پاملرنه وکړي او زيات بستونه دې ورته ځانګړې کړي.
د يادونې وړ ده، چې د يادو بستونو د ثبت لړۍ د روان کال د غبرګولي مياشتې له ٢١مې نېټې څخه تر ٣١مې نېټې پورې روانه ده.
د مطلب کود: 254149