کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې د رواني روغتیا یو مرکز بیا فعال شو

22 جوزا 1401 ساعت 15:18

د کندهار چارواکو د سرې مياشتې ټولنې په مرسته په دغه ولايت کې د رواني ناروغانو د درملنې او وړيا روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه يو ځانګړی طبي مرکز جوړ کړ.


آوا - کندهار: عبدالسلام آغا; د رواني ناروغیو د مرکز مشر آوا ته وویل: دا ناروغان د کورنیو او اقتصادي ستونزو له امله له دغه حالت سره مخ شوي او یو کم شمیر یې د نشه یي توکو د استعمال له امله په رواني ناروغیو اخته شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کلينيک چې د تېر حکومت پر مهال غير فعال و، اوس يې د کندهار د والي په ځانګړي حکم او د سرې مياشتې ټولنې په هڅو بېرته فعاليت پيل کړى او د ناروغانو د درملنې لپاره يې کار پيل کړى دى.
 
د هغه په ​​وينا، دغه کلينيک چې اوسمهال يې په فعاليت پيل کړى، تر اوسه يې له ټول ښار څخه ٣٧ دماغي او عصبي ناروغان راټول او ثبت کړي دي.
 
عبدالسلام اغا وايي، چې اوس د دغه کلينيک اسانتياوې ډېرې محدودې دي، نو له همدې امله په منظمه توګه د دغو ناروغانو درملنه ممکنه نه ده.
 
نوموړي پر نورو دولتي ادارو او مرستندويه ادارو غږ وکړ، چې په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي، ترڅو د دغو ناروغانو ښه درملنه او پالنه وشي.
 
حفيظ الله; په دغه مرکز کې د ثبت شويو ناروغانو له ډلې څخه يو تن هم وويل، چې د کورنۍ له خوا يې له څو جګړو او کورنيو شخړو وروسته کلينيک ته مراجعه کړې او اوس د پخوا په پرتله ښه شوى دى.
 
دى وايي، چې په دغه کلينيک کې له لسو ورځو درملنې وروسته يې حالت ښه شوى او اوس په هر څه ښه پوهېدلى شي او کومه ستونزه نه لري.
 
د یادوني وړ ده؛ چي دغه طبي مرکز د "اسلامي امارت" د رهبرۍ په ځانګړي فرمان د کندهار والي او د سرې مياشتې ټولنې په همکارۍ په فعاليت پيل کړ.
 


د مطلب کود: 254127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/254127/په-کندهار-کې-د-رواني-روغتیا-یو-مرکز-بیا-فعال-شو

آوا
  https://www.avapress.com