افغان غږ خبری آژانس - مانیتورینګ، ډیوید لمې، چې د اپوزیسیون له لورې د بهرنیو چارو متبادل وزیر دی، لومړنی بریتانیايي سیاستوال دی چې د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته افغانستان ته سفر کوي.
له ده سره په دې سفر کې د اپوزیسیون د نړیوالې پراختیا متبادل وزیر پریټ ګیل ملګری دی.
وروسته له دې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو یوې کمېټې له افغانستانه د بریتانیايي ځواکونو د وتلو په اړه د باندنیو چارو وزارت د مدیریت په هکله راپور خپور کړ، اپوزیسیون پر واکمن ګوند او حکومت یې ډېر انتقادونه وکړل.
په راپور کې ویل شوي چې له افغانستانه د ځواکونو ایستل ناورین او له خپلو متحدانو سره خیانت و.
لمې افغانستان ته خپل سفر په دغه هېواد کې د بشري بحران موضوع ته د پام اړولو په خاطر یوه هڅه بولي.
لمې به د ملګرو ملتو د روغتیا د نړیوال سازمان له لوري اداره کېدونکی د ماشومانو روغتون، د ځوانانو مرکز، د یونسیف د ماشومانو د ساتنې پروګرام او بې ځایه شوي افغانان وویني.
تېر کال په افغانستان کې نژدې ۷ لکه تنه بې ځایه شول او شاوخوا یو میلیون تنه له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته لېږدول شوي دي.