کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د کولرا د ناروغانو شمیر مخ په زیاتیدو دی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) غزنی , 18 جوزا 1401 ساعت 9:00

په غزني کې د اسلامي امارت روغتیايي چارواکو تایید کړې، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ ۱۵۰ اوسېدونکي له یوه کاریز څخه د اوبو له څښلو وروسته مسموم شوي دي. د دوی په وینا مسمومیت د کولرا له امله شوی دی.


آوا، په غزني کې د اسلامي امارت روغتیايي چارواکو تایید کړې، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ ۱۵۰ اوسېدونکي د یوه کاریز د اوبو له څښلو وروسته مسموم شوي دي.

د ځايي خلکو په وينا، دغه ناروغي يوه اوونۍ وړاندې د ګېرو ولسوالۍ په قلمي کلي کې رامنځته شوې وه، چې ۹۰ کسان پرې اخته شوي وو.

د سیمې اوسیدونکي وایي، د روغتبايي  چارواکو غفلت د غزني په نورو ولسوالیو کې هم د کولرا د خپریدو لامل شوی دی.

دا مهال په غزني کې ۱۵۰ ښځې، ماشومان او لویان په کولرا اخته دي.

کولرا یوه حاد اسهال ناروغي ده چې د Vibrio cholerae په نوم د میکروب له امله رامینځته کیږي. دا میکروب د کولمو څخه تر تېرېدو وروسته د ناپاکو اوبو په خوړلو سره زیاتیږي او د کولمو له دیوال څخه د زهرجنو موادو د خپریدو او د اوبو او مالګو د زیاتیدو لامل ګرځي، چې د اسهال سبب کیږي.
 


د مطلب کود: 253960

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253960/په-غزني-کې-د-کولرا-ناروغانو-شمیر-مخ-زیاتیدو-دی

آوا
  https://www.avapress.com