کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اسیا جام سیالیو په لړ کې به افغانستان له هانګ کانګ سره مخامخ شي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 16 جوزا 1401 ساعت 12:23

د اسيا جام د غوراوي سيالۍ دوه ورځې وروسته پيلېږي، چې افغان ملي لوبډله په خپله لومړۍ لوبه کې له هانګ کانګ سره مخامخ کېږي.


آوا، د دغو سیالیو په دوام به د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله د چهارشنبې په ورځ (جوزا ۱۸ مه) له هانګ کانګ سره لوبه وکړي.
 
دا لوبه به د هند په کلکته ښار کې د افغانستان پر وخت مازدیګر څلور بجې ترسره شي.
 
افغانستان په اسیايي جام کې د هانګ کانګ، هند او کمبودیا په شان په ګروپ کې دی.
 
دا لوبه په داسې حال کې کېږي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې د ویتنام په وړاندې په تیاریو کې ۲-۰ ماتې وخوړه.
 


د مطلب کود: 253885

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253885/د-اسیا-جام-سیالیو-په-لړ-کې-افغانستان-له-هانګ-کانګ-سره-مخامخ-شي

آوا
  https://www.avapress.com