کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ټولو مذهبي اقلیتونو حقونه تضمین شوي دي

15 جوزا 1401 ساعت 13:50

د اسلامي امارت ویاند په افغانستان کې د مذهبي حقونو او ازادیو څخه د سرغړونې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د راپور په غبرګون کې دغه راپور رد کړ او ویلي چې د ټولو مذهبي اقلیتونو حقونه تضمین شوي دي.


آوا،د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) په یوه ټوېټ پیغام کې دغه راپور رد کړ.
 
مجاهد لیکلي: «په افغانستان کې د ټولو مذهبي او مدني اقلیتونو حقونه تضمین شوي دي.
 
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې سني، شیعه، سکهان او هندوان په آزاده توګه خپل دین عملي کوي.
 
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په اړه په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ (جوزا ۱۴مه) خپور شو ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت له نیولو سره مذهبي ازادي په چټکۍ سره کمه شوې ده.
 


د مطلب کود: 253813

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253813/د-ټولو-مذهبي-اقلیتونو-حقونه-تضمین-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com