افغان غږ خبری آژانس،د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن (یکشنبه، د جوزا ۵ مه) په یوه ټوېټ پیغام کې دغه راپور رد کړ.
مجاهد لیکلي: «په افغانستان کې د ټولو مذهبي او مدني اقلیتونو حقونه تضمین شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې سني، شیعه، سکهان او هندوان په آزاده توګه خپل دین عملي کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ په اړه په یوه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ (جوزا ۱۴مه) خپور شو ویلي چې د افغانستان د اسلامي امارت له نیولو سره مذهبي ازادي په چټکۍ سره کمه شوې ده.