آوا، د ایران ولسمشر سید ابراهیم رئیسي دې ته په اشارې سره چي د نړۍ د مظلومانو ژغورنه د امام خمینی ره د سیاسي مکتب له مهمو اړخونو څخه دی، زیاته کړه: د نړۍ ټوله مظلومان امام خمینی ره خپل مقتدا بولي.
د ایران جمهور رئیس په دوام کې د امام خمینی ره دې خبرې ته په اشارې سره، چي امریکا هیڅ هم نه شي کولای، وویل: نن سبا وینو چي د سپیني ماڼۍ ویاند په ښکاره سره وایي چي په ایران باندې د زیات فشار کمپین ماته خوړلې ده.
هغه د دې په بیانولو چي په نړۍ کې زیات سیاستوالان موجود دي خو له معنویت پرته سیاست بشریت لپاره کړاوونه رامینځ ته کړي، وویل: له معنویت پرته د سیاست نتیجه، په فلسطین باندې ۷۰ کلن ظلم او تیری او نړیوال ایټمي وسله ایزي سیالۍ دي.