کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

شمالي کوریا یو بل بالستیک توغندی ازمایلي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 15 جوزا 1401 ساعت 11:10

د جنوبي کوریا چارواکي وايي، پیونګ یانګ یو یا څو بالستیک توغندي توغولي دي.


 آوا، د سویلي کوریا پوځ د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې شمالي کوریا لږ تر لږه یو بالستیک توغندی د خپل ختیځ ساحل په اوبو کې توغولی دی.

جاپاني چارواکو ویلي، "شمالي کوریا ختیځ سمندر ته یو یا څو ناپېژندل شوي بالستیک توغندي توغولي دي."

د AFP په وینا، نن د پیونګ یانګ لخوا د توغندي ازمایښت په ۲۰۲۲ کې ددي هیواد ۱۸مه ازمایښت دي.

دا خبرونه په داسې حال کې راځي چې د سویلي کوریا او متحده ایالاتو پوځونو دا اونۍ اوکیناوا ته نږدې په نړیوالو اوبو کې د ګډ تمرین اعلان وکړ.

په سیول کې د یونهاپ خبري اژانس په وینا، د درې ورځني تمرین هدف د شمالي کوریا ګواښ ته چمتو کول وو.

هم د جنوبي کوریا سمندري بیړۍ، د ۱۴۵۰۰ ټنو مارادو کروزر، د ۴۴۰۰ ټنو تخریب کوونکې سیجونګ دي ګریټ او ۷۶۰۰ ټنه ویجاړونکې مونمودي ګریټ په ګډون د جون په وروستیو کې د امریکا په مشرۍ د څو ملي تمریناتو په لړ کې هاوايي ته ولاړل.

د متحده ایالاتو سمندري ځواکونو په تمرین کې د ګډون لپاره د USS رونالډ ریګن اټومي الوتکې وړونکې بیړۍ، د USS انټیتم کروزر او ځینې سمبال کښتۍ هم ځای په ځای کړې دي.

سویلي کوریا او متحده ایالاتو ځواکونو پر مختلف بهري تاکتیکونو باندي کار وکړ.
 


د مطلب کود: 253802

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253802/شمالي-کوریا-یو-بل-بالستیک-توغندی-ازمایلي

آوا
  https://www.avapress.com