کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا ځانګړي استازي په ابوظبي کمپ کې له مېشتو افغانانو سره وکتل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 14 جوزا 1401 ساعت 14:02

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د ابوظبۍ په کمپ کې له یو شمېر افغان کډوالو سره وکتل.


آوا - کابل: د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ په کمپ کې له مېشتو افغان کډوالو او یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره وکتل.
 
دا غونډې په داسې حال کې کېږي چې د یوشمېر کارپوهانو په باور امریکا په سیمه کې د خپل تسلط د پراخولو په لټه کې ده او غواړي یو ځل بیا افغانستان د خپلو ګټورو ستراتیژیو لپاره ځای پر ځای کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې توماس ويسټ سيمې ته د خپل دوره يي سفر په ترڅ کې د تاجکستان، ازبکستان او هند له مشرانو سره هم د افغانستان پر وضعيت خبرې کړې دي.
 


د مطلب کود: 253767

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253767/د-امریکا-ځانګړي-استازي-په-ابوظبي-کمپ-کې-له-مېشتو-افغانانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com