کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټام ويسټ تاجکستان کې له افغانانو او د بهرنيو چارو تاجکستاني وزير سره کتلي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 12 جوزا 1401 ساعت 10:53

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي ټام ویسټ، چې د طالبانو د حکومت له یو شمېر مخالفانو او نورو افغانانو سره د کتنې لپاره تاجکستان ته تللی، د تاجکستان له بهرنیو چارو وزیر سره ولیدل.


آوا – مانیتورینګ، ویل کېږي چې د ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې اوسي، خو تاجکستاني چارواکو رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.

ښاغلی ویست په دوشنبې کې دا کتنې وروسته له دې کوي چې د روانې اوونۍ په پیل کې یې په استانبول کې له یو شمېر جلاوطنه افغانانو سره وکتل.

په ځینو راپورونو کې ویل شوي چې په دې کتنو کې د لویې جرګې او له طالبانو سره د ګډ حکومت په اړه هم خبرې وشوې خو په خپله ټام ویسټ ویلي چې په استانبول کې یې د افغانستان د مختلفو سیمو له مدني فعالانو، ژورنالیستانو، بانکوالو، پخوانیو والیانو، وزیرانو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړیو او دولتي مامورینو سره ولیدل او له هغوی یې واورېدل چې جګړه د افغانانو لپاره ګټوره نه بولي.

تاجکستان د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د افغانستان له لوري خپلې خاورې ته د سختدریځۍ د اوښتو له درکه ډېر اندېښمن دی.

دا اندېښنه وروسته له دې لا ورته ډېره شوه چې داعش ډلې د افغانستان له خاورې تاجکستان ته څو توغندي وویشتل.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او توماس ویسټ د افغانستان او تاجکستان د پولو د ساتنې او ټینګښت لپاره د امریکا او تاجکستان د همکاریو د زیاتېدا پر اړتیا او د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو پر رسېدو ټینګار وکړ.

دا په داسي حال کي ده چي اسلامي امارت په وار وار ویلي چي د افغانستان خاوره د هیڅ هیواد په ضد به استعمال نشي. /آزادي راډیو
 


د مطلب کود: 253672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253672/ټام-ويسټ-تاجکستان-کې-له-افغانانو-او-د-بهرنيو-چارو-تاجکستاني-وزير-سره-کتلي

آوا
  https://www.avapress.com