کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بامیان د رسنیو مالي ستونزې؛ د لسګونو خبريالانو بې روزګاري او د څو سيمه ييزو رسنيو غير فعالېدل

خبرگزاری صدای افغان(آوا) بامیان , 11 جوزا 1401 ساعت 15:55

د بامیان ولایت یو شمېر سیمه ییز خبریالان وايي، په تېرو نهو میاشتو کې په هېواد کې د تغیراتو وروسته په دغه ولایت کې یو شمېر سیمه ییزو رسنیو فعالیت بند کړی او یو شمېر خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.


آوا - بامیان: د نوی حکومت له راتګ څخه مخکې په بامیان ولایت کې شاوخوا څلور راډیوګانې او څو اونیزې مجلې موجودې وې. خو په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې درې سيمه ييزې راډيوګانې او څو چاپي رسنۍ د مالي ستونزو له امله تړل شوې دي.

 حمیدالله عارفي؛ په کابل کې د يوې سيمه ييزې راډيو تلويزيون مسؤل آوا ته وویل: "په افغانستان کې له وروستيو تغیراتو او د نوي حکومت له جوړېدو راهيسې يو شمېر خبريالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او په دغه ولايت کې يو شمېر سيمه ييزې رسنۍ د بوديجې د نشتوالي له امله تړل شوې دي.

 ښاغلي عارفي زیاته کړه، ډېری هغه خبریالان چې په خپلو دندو کې پاتې راغلي اوس د تېرو کلونو په پرتله په نیمه معاش کار کوي او له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

 مسعود اختري؛ په باميان کې يو بل فعال خبريال وويل: "اوس مهال يو شمېر سيمه ييزې رسنۍ د لګښتونو لکه د دفتر کرايه، برېښنا او معاشونه په ښه توګه نه شي برابرولی، نو له همدې امله خپل ټول کارونه د يوه يا دوو کارکوونکو په مرسته ترسره کوي."

 دي پر نوي حکومت غږ وکړ چې د اطلاعاتو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي او هیله یې څرګنده کړه چې په راتلونکي کې به د خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې هوارې شي.

 په همدې حال کې سیف الرحمن محمدي؛ د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس د مالي ستونزو له امله د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو د تړل کېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې اوسمهال د خبريالانو په ژوند کې کومه ستونزه نشته.

 د باميان ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس په وينا، خبريالانو ته د معلوماتو د رسولو بهير اسانه شوى او د باميانو ټول خبريالان کولاى شي، چې د اړتيا وړ معلومات ترلاسه کړي.
 


د مطلب کود: 253651

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253651/د-بامیان-رسنیو-مالي-ستونزې-لسګونو-خبريالانو-بې-روزګاري-او-څو-سيمه-ييزو-رسنيو-غير-فعالېدل

آوا
  https://www.avapress.com