کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په عین الاسد کې د امریکا پوځي اډه باندي راکټي بریدونو شوي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 10 جوزا 1401 ساعت 12:00

عراقي سرچینې وايي، په عراق کې د عین الاسد په سیمه کې د امریکا پر پوځي اډې څو راکټونه توغول شوي چې د څو چاودنو غږونه یې اوریدلي دي.


ځینو عراقی رسنیو نن سهار خبر ورکړی، چې د انبار ولایت په عین الاسد سیمه کې د امریکایی ځواکونو په اډه کې د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې د البغدادي ولسوالۍ په الساحل سیمه کې د امریکايي ځواکونو په اډې کې دننه اور لګېدلی دی.

د رپوټ له مخې، امريکايي ځواکونو د بغداد په لوېديځ کې د عين الاسد په سيمه کې خپلې پوځي اډې ته د ننوتو دروازې د دې اډې په سوېل کې تر بمبارولو وروسته بندې کړې دي.

عراقي سرچینې څو دقیقې وروسته لیکلي: د عین الاسد پر اډې له برید وروسته د امریکا بې پیلوټه الوتکو او چورلکو د البغدادي ولسوالۍ ته الوتنې وکړې.

صابرین نیور هم راپور ورکړی چې یوه آواکس الوتکه او بله جاسوسي الوتکه د الحشد الشعبي په اډه کې ګزمه کوله.
 


د مطلب کود: 253573

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253573/په-عین-الاسد-کې-د-امریکا-پوځي-اډه-باندي-راکټي-بریدونو-شوي

آوا
  https://www.avapress.com