کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناروې: د طالبانو په مقابل کي د پوځي مخالفتونو ملاتړ نه کوو

1 جوزا 1401 ساعت 11:29

اندرس لینډمن؛ په افغانستان کې د ناروې سفیر له مولوي عبدالکبیر سره وکتلي او ویلي چې ناروې له طالبانو سره د هیڅ پوځي مخالفت ملاتړ نه کوي.


افغان غږ خبری آژانس (آوا) - کابل: مولوی عبدالکبیر؛ د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال او اندرس لیندمن؛ په افغانستان کې د ناروې سفیر په سپیدار ماڼۍ کې وکتلي.

په دې کتنه کې مولوي عبدالکبير د افغانستان او ناروې اړيکې دوستانه وبللې او تاريخي ماضي ته يې اشاره وکړه.

دغه دولتي چارواکي په افغانستان کې د ناروې د هڅو ستاینه وکړه، په ځانګړې توګه په اوسلو کې د افغانستان په اړه وروستۍ ناسته او په اروپا کې د مېشتو افغان مدني ټولنو او اروپايي ټولنې له چارواکو سره د اسلامي امارت د پلاوي مستقیمې ناستې، د تفاهم په برخه کې د ناروې مرستې وستایلې او مننه يي وکړه.

د رئیس الوزرا سیاسي مرستیال زیاته کړه چې اسلامي امارت د ناروې په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي.

اندرس لینډمن؛ په افغانستان کې د ناروې سفیر وویل، هېواد یې له افغانستان سره ښې اړیکې، تلپاتې دوستي، ګډ کار او سیاسي تعامل غواړي.

هغه زیاته کړه: ناروې د «اسلامي امارت» پر ضد له هیڅ ډول پوځي مخالفت څخه ملاتړ نه کوي.

اندریو لیندمن د ناروې او افغانستان دوستانه اړیکې سیاسي بحثونو او تماسونو ته اړتیا لري، نوموړي په دې وروستیو کې د اسلامي امارت له بنسټونو څخه د معلوماتو غوښتنه وکړه، چې د لومړي وزیر سیاسي مرستیال له خوا په تفصیل سره ورکړل شول.

د طالبانو اسلامي دولت تر اوسه کوم هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی. خو له دغه هېواد سره ډيپلوماتيکې اړيکې او اقتصادي اړيکې ورځ په ورځ پراخېږي.

##ناروي ##افغانستان ##رئيس_الوزرا ##اسلامي_امارت ##طالبان ##ناروي_سفیر ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253496

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253496/ناروې-د-طالبانو-په-مقابل-کي-پوځي-مخالفتونو-ملاتړ-نه-کوو

آوا
  https://www.avapress.com