ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د تارياکو د پير او پلور هغه مرکز يې تړلی چې مخکې به په دې بازار کې د مخدره توکو قاچاقبرانو راکړه ورکړه کوله.
طالبانو په ارزګان کې د تارياکو د پېر او پلور مرکز وتړه
31 ثور 1401 ساعت 15:10
ارزګان کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين وايي، د تارياکو د پير او پلور هغه مرکز يې تړلی چې مخکې به په دې بازار کې د مخدره توکو قاچاقبرانو راکړه ورکړه کوله.
افغان غږ خبری آژانس (آوا)، ارزګان ولايت کې د طالبانو د امنيه قومندانۍ وياند اغاولي قريشي وايي، د خپل مشر ملاهبت الله د هغه فرمان پر اساس چې پکي د مخدره توکو پر کاروبار بنديز لګیدلی دوی په ترينکوټ ښار کې د نشهیي توکو د «تارياکو چوک» په نوم یاد بازار وتړه.
هغه زياتوي چې تردې وروسته که د نشهیي توکو کاروباريان يا پلورونکي د دوی لخوا ونيول شي قانوني چلند به ورسره وکړي.
د مخدره توکو یاد بازار د ارزګان په مرکز ترینګوټ ښار کې د طالبانو د ولایت مقام سره په ۵۰ متري کې پروت دی او په ښکاره ډول پکې د نشهیې توکو راکړه ورکړه کېږي.
وروسته له هغې چې دطالبانو مشر په افغانستان کې د کوکنارو پر کښت، پېر او پلور باندې بندیز ولګوه ورسره د تارياکو قيمتونه په زيات اندازه لوړ شول.
##طالبان ##اسلامي_امارت ##ارزګان ##تاریاک ##قاچاقبر ##قاچاق ##قانون ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه
د مطلب کود: 253471