کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زرغون افغانستان لوبډله د کرېکټ سیالیو اتلولي وګټله

31 ثور 1401 ساعت 14:19

زرغون افغانستان یو ورځنیو کرېکټ سیالیو پایلوبه د نجیب الله ځدراڼ په لوبډلمشرۍ کې وګټله.


افغان غږ خبری آژانس (آوا)، د هیواد د کرېکټ بورډ مسوولین وايي، دغه سیالۍ چې په خوست ولایت کې په لاره اچول شوې وې، د زونونو په کچه پکې درې لوبډلې شاملې وې او د دوی په خبره پای لوبې ته یې د هندوکش او پامیر لوبډلو لار وموندله، چې د لومړي پړاو زرغون افغانستان جام سیالیو اتلولي هندوکش سټرایکرز  لوبډلې په خپل نوم کړه.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د ځوانو لوبډلو مشر روزونکي دولت خان احمدزی وايي، د زرغون افغانستان تر نوم لاندې په پیل شویو سیالیو کې تر ډېره ځوانو لوبغاړو ته برخه ورکړل شوې وه.

نوموړي زیاته کړه، چې له دغو لوبو هدف د کورني کرېکټ وده او د نویو لوبغاړو د پټو وړتیاو ښکاره کول دي.

په همدې حال کې بیا د کرېکټ مینوال هیواد کې دننه د دا ډول سیالیو په لاره اچول ښه ګام بولي او له کرېکټ بورډ غوښتنه کوي، چې د اې پي اېل یا افغانستان پریمیر لیګ او شپږیزې په نوم چې پخوا کومې سیالۍ ترسره کېدې بیرته پیل کړي.

د مې میاشتې په ۸ نېټه په خوست ولایت کې افغانستان د کرکټ بورډ تر چتر لاندې د زرغون افغانستان په نوم د کرېکټ د ۵۰ اوریزو سیالیو لړۍ پیل شوه، چې دغو لوبو ته د سویل ختیځ زون ترڅنګ د هیواد له بېلابېلو ولایتونو د کرکټ مینوال او لوبغاړي راغلي و.

د دغو سیالیو غوره توپ وهونکی شاهدالله کمال او غوره توپ اچوونکی ضیاء الرحمن اکبر ونومول شول.

##کریکټ ##خوست ##افغانستان_کریکټ_بورډ ##رزغون_افغانستان ##نجیب_الله_ځدران ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253467

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253467/زرغون-افغانستان-لوبډله-د-کرېکټ-سیالیو-اتلولي-وګټله

آوا
  https://www.avapress.com