د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د «ناخوني» په سیمه کې د يوې پخوانۍ ناچاودې هاوان مرمۍ چاودنې له امله يو تن بزګر ټپي شوی دی.
کندهار کې د هاوان مرمۍ چاودنې له امله یو بزګر ټپي شوی
31 ثور 1401 ساعت 14:09
د کندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ د «ناخوني» په سیمه کې د يوې پخوانۍ ناچاودې هاوان مرمۍ چاودنې له امله يو تن بزګر ټپي شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس (آوا)، کندهار کې د طالبانو د پنجوايي ولسوالۍ امنيه قوماندان مولوي فيضاني وویلي، دغه پیښه تېره ورځ ( ۳۰ د ثور) شاوخوا پنځه بجې رامنځته شوې ده.
مولوي فيضاني وایي، چې د هاوان مرمۍ چاودنه کې يو تن بزګر ټپي شوی نور کوم چا ته زيان ندی رسېدلی.
هغه زياته کړه، چې دغه بزګر سطحي زخمي شوی او د درملنې په موخه د کندهار میرویس حوزوي روغتون ته لیږدول شوی او حالت یې د ډاډ وړ دی.
د هغه په خبره، چې دغه بزګر د اوبو لګولو پر وخت د هاوان مرمۍ ته لاس ور وړی او چاودنه يې پرې کړې.
د يادونې وړ ده چې د پخوانيو جنګونو څخه د هېواد په ډېرو سيمو کې اوس هم ځينې ناچاوده توکي پاتې دي او کله ناکله د عام وګړو ژوند اخلي.
##کندهار ##هاوان ##طالبان ##درملنه ##روغتون ##میرویس_حوزوي_روغتون ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه
##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه
د مطلب کود: 253465