کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نورستان کې اور لګېدنې مالي زیانونه اړولي

31 ثور 1401 ساعت 14:00

د نورستان ولایت د واما ولسوالۍ په یوه ځنګله کې لګېدلی اور تر ادارې لاندې راغلی دی.


افغان غږ خبری آژانس (آوا) – مانستورینګ، د نورستان ولایت د واما ولسوال مولوی مصباح الدین حیدري وايي، چې پرون د اور وژنې د عملیاتو د لیدو لپاره دی خپله د واما ولسوالۍ بوني سیمې ته تللی و، او د ورځې په پای کې ترې راستون شو.

د سیمې خلکو د آزادۍ راډیو ته ویلي، چې د دې سیمې په ځنګله کې اور د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه ولګېد چې یو ماشوم لرګیو ته اور واچاوه.

د نورستان د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست رییس مولوي سمیع الحق حقبیان د اور د وژنې د عملیاتو په اړه آزادۍ راډیو ته وویل: "د واما ولسوالۍ په بوني ساحه کې چې کوم اور لګېدلی و، دوه ورځې یې جریان درلوده. ولسي خلکو هم کوشش کاوه او له ولایت څخه هم کسان ورغلي وو او د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې پرسونل هم ورغلي وو. خو کار ونه شو. خو بیا د واما ولسوال له خپل ټول پرسونل سره هلته ختلی و. تقریبا مازیګر مهال یې اور مهار کړی دی."

د نورستان چارواکي وايي، دا اورپېښه انساني تلفات نه لري خو تاییدوي چې د اور په لمبو کې د اتو جریبو په شاوخوا کې ځنګل سوځېدلی دی.

د نورستان او کونړ غرونه د هېواد د نورو ختیځو ولایتونو په څېر د نښترو او ځنغوزیو په ځنګلونو پوښلي دي.

د افغانستان د نښتر او ځنغوزیو ځنګلونه هم د ښه کیفیت لرونکي لرګي او هم د ځنغوزیو د صادراتو له پلوه خورا زیات اقتصادي اهمیت لري خو تل دا شکایتونه شته چې دا ځنګلونه په غیرقانوني لارو پاکستان ته قاچاق کېږي.

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، د افغانستان د وروستو څلورو لسیزو هېڅ یوه دولت هم د دې ملي پانګې د ساتنې په برخه کې جدي اقدام نه دی کړی.

##نورستان ##اورلګیدنه ##پاکستان ##اسلامي_امارت ##طالبان ##قاچاق  ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه
##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253462

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253462/نورستان-کې-اور-لګېدنې-مالي-زیانونه-اړولي

آوا
  https://www.avapress.com