کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د اوکراین اقتصادي ملاتړ لپاره د نهه نیم میلیارد ډالرو پر مرسته موافقه وشوه

31 ثور 1401 ساعت 13:52

د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو د اوکراین د اقتصادي ملاتړ لپاره له دې هېواد سره نهه نیم میلیارد ډالرو پر مرستو توافق کړی.


افغان غږ خبری اژانس (آوا)، د نړۍ اوو سترو صنعتي هېوادونو یا جي اوه ډلې د اوکراین د اقتصادي فعالیت د دوام لپاره د نهه نیم میلیارد ډالرو پر مرسته موافقه وکړه.

د راپورونو له مخې دا هېوادونو ویلي، باید دا یقین ترلاسه شي چې اوکراین د روسیې له یرغل وروسته د خپل ځان د دفاع توان لري او د دولتي مامورینو د معاشونو په ګډون عامه خدمات وړاندې کولای شي.

د جرمني د مالیې وزیر کریستیان لندنر چې هېواد یې د جي اوه دوره يي مشري کوي، پرون خبریالانو ته وویل، چې د اوکراین له اقتصاد سره د نړیوالو مرستې به سږکال شاوخوا شل میلیارد ډالرو ته ورسېږي.

هغه وايي: "موږ موافقه وکړه چې اقتصادي وضعیت باید د اوکراین بریالۍ دفاع اغېزمنه نه کړي. موږ به د نړیوالو مالي بنسټونو په همکارۍ اوکراین ته په لنډمهال کې ۱۹،۸ میلیارد ډالره مستقیمې مالي مرستې برابرې کړو."

د جرمني د مالیې وزیر په وینا ۷،۵ میلیارد ډالر به امریکا، یو میلیارد جرمني او پاتې یو میلیارد به د جي اوه ډلې نور غړي په ګډه چمتو کړي.

په جي اوه ډله کې پر امریکا او جرمني سربېره برتانیا، فرانسه، ایټالیا، کاناډا او جاپان غړیتوب لري.

د راپورونو له مخې د دې ډلې د پرونۍ غونډې بحثونه ترډېره پر اوکراین د روسیې پر یرغل متمرکز وو.

له دې یوه ورځ مخکې د امریکا د مشرانو جرګې له اوکراین سره په پوځي او اقتصادي برخو کې د څلوېښت میلیارد ډالرو طرح تصویب کړه.

دا لایحه د ولسمشر جو بایډن په غوښتنه کانګرس ته وړاندې شوه او اوس به د ده له لاسلیک وروسته توشېح شي.

##امریکا ##اوکراین ##روسیه ##جرمني ##بایډن ##جاپان ##فرانسه ##کاناډا ##برتانیا ##پښتو_خبر ##پښتو_تازه_خبرونه ##افغانستان_خبرونه ##خبرونه ##تازه_خبرونه ##تازه_پیښي ##ننني_خبرونه ##پښتو_ننني_خبرونه ##تاوده_خبرونه ##پښتو_تاوده_خبرونه


د مطلب کود: 253461

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/253461/د-اوکراین-اقتصادي-ملاتړ-لپاره-نهه-نیم-میلیارد-ډالرو-پر-مرسته-موافقه-وشوه

آوا
  https://www.avapress.com