دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۵۴
د مطلب کود : 221563
ولسي جرګه کې جنجال پر فیزیکي شخړې واوښت
هرات ولایت کې د کرونا ناروغۍ پرضد لګول شوې بودجه کې د فساد موضوع پر سر جنجال، په ولسي جرګه کې د دوو استازو ترمنځ پر فیزیکي شخړې واوښت.

شخړه د لوګر ولایت د استازي او د داخلي تفتیش د کمیسیون د مشر شاپور حسن زوی او د پکتیا ولایت د استازي او روغتیا کمیسیون د مشر یارباز حميدي تر منځ  وشوه.
د ولسي جرګې مشر، میر رحمان رحماني د مرکزي تفتیش کمیسیون ته دنده سپارلې وه، چې د دغې موضوع لا څیړنې لپاره یو پلاوی وټاکي، خو دغې ګمارنې د جرګې د روغتیا کمیسیون د مشر یارباز حمیدي غبرګون وپاراوه، چې پایله کې د دواړو کمیسیونونو د مشرانو ترمنځ فیزیکي شخړه وشوه.
د جرګې مشر، په پایله کې د څیړنې موضوع دواړو کمیسیونونو ته وسپارله.
د جرګې یو شمیر غړي له اداري پلاوي غوښتي پر هغو کسانو چې فیزیکي شخړې ته لاس اچوي داخلي اصول او دندې پلې کړي.
لویې څارنوالۍ دوه ورځې وړاندې هرات کې د کرونا ویروس پرضد د مبارزې د بودجې د ۲۰ میلیون افغانیو ورکیدو له څیړنې وروسته، د دغه ولایت والي ۲۰ نور چاوراکي تورن کړل.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepz8wxjh8wni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته